اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پی پی) د قامې روغتيا وفاقي وزير عامر محمود كياني د پولي كلينك روغتون د ډينګي وارډ څارنه ??ړې او د ډينګي رنځورانو ته د ور??ړې كېدونكو د معالجې آسنانيو ئې جاج اخستې ۔په دې موقع د روغتيا وزير امر وكړو چې د رنځورانو په معالجه كښې هېڅ بېغوري ونه ??ړې شي او په علاج كښې به كوم ډول بېغوري ونه زغملې شي ٬ دغسې ??ه روغتون كښې دې د صفائۍ نظام دې لا ښه ??ړې شي۔ ده ووئيل په ډينګي قابو موندلو لپاره ګامونه پورته كوو۔ د تېر كال په نسبت سږ كال د ډينګي كيسونه كم رپورټ شوې دي او زياتره كيسونه د كلي والو سيمو څخه رپورټ شوي۔ وفاقي وزير ووئيل د ډينګي مخ نيوي لپاره داخلي او بهرنې څارنه روانه ده ٬ ده ووئېل ولاړې اوبه به د كيميائي موادو په مرسته پاكولې شي۔ د روغتيا وفاقي وزير ووئيل تېره ورځ د ډينګي مخ نيوي لپاره ما د ترنول يونين كونسل دوره ??ړې وه۔ د اسلام آباد هېلت ډيپارټمنټ په وائرس قابو موندلو لپاره افرادي قوت او وسائل كارولي دي۔ دغه وجه ده چې په وبا قابو موندلې شوې او د لوے څښ??ن په فضل ډينګي وائرس د ترنول څخه بهر نه دې وتل