نيورياك 01 نومبر (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې ډاكټر مليحه ??ود??ي د پاكستان لخوا د ترهګرې خاتمې لپاره د پشپړه هڅو نه كولو تاثر رد كړے او وئيلي ئې دي چې پاكستاني حكومت د ترهګرې لعنت ختمولو د پوخ عزم په نتيجه كښې د القاعده پشمول يو شمېر ترهګرې ډلې تباه كړې دي٬ د ترهګرې په ضد جنګ كښې پاكستان د خپلو امنيتي ځواكونو ?? زرګونو غړو او وګړو قربانې وركړې دي٬ نړيواله ټولنه دې د ترهګرې په ضد جنګ كښې د پاكستان قربانې٬ كردار او پوخ عزم ومني۔ د امريكې آن لائن مجلې امپېكټ مينيا سره په مركه كښې ډاكټر مليحه ??ود??ي ووئ??ل چې زمونږ په منطقه كښې د القاعده په خاتمه كښې كه هر څو نورو هېوادونو هم مرسته كړې خو په بنيادي توګه دا د پاكستان د هڅو نتيجه ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئ??ل چې د ترهګرې په ضد جنګ كښې پاكستان د خپلو امنيتي ځواكونو ?? زرګونو غړو او وګړو قربانې وركړې دي٬ مونږ تشدد انسانيت لپاره خطر ګڼو خو دا هم حقيقت دے چې د تشدد پېښې په ټوله نړۍ كښې رامېنځ ته كېږي ځكه دا خبره مهمه ده چې نړيواله ټولنه د ترهګرې په ضد جنګ كښې د پاكستان قربانې٬ كردار او پوخ عزم ومني۔ هغې ووئ??ل چې د پاكستان په اړه يوه بله غلط فهمي دا ده چې پاكستان يو ډېر پاتې هېواد دے خو حقيقت دا دے چې په اسلامي هېوادونو كښې پاكستان هغه وړومبې هېواد دے چرته چې يوه مېرمن وزيراعظمه وټاكل شوه٬ ي??ه مېرمن د پارلمان سپيكره وټاكل شوه او يوه مېرمن د مركزي بانك مشره جوړه كړې شوه۔ هغې ووئ??ل چې كه هر څو زمونږ د هېواد تاريخ د اوو لسيزو نه زيات نه دے خو مونږ د درې زره كلن پخواني تهذيب امين يو٬ خو دا خبره سمه ده چې پاكستان ته خپلې كاميابې په ډاګه ګولو لپاره د لا هڅو كولو ضرورت دے۔ ډاكټر مليحه ??ود??ي ووئ??ل چې هغې په هره يوه چوكې د ټاكنې نه زده كړه كړې او فكر لرم چې د زده كړې دا عمل ټول عمر روان وي۔ هغې ووئ??ل چې د يو سفارتكار كار د خلقو زړونه ګټل دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئ??ل چې په پاكستان كښې د تعليم ودې سره مېرمنې زياتې واكمنې كېدې شي