اسلام آباد ۔ 30 جنوری (اے پی پی) د پاکستان مسلم لیګ(ن) صدر او پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي په ما د خاندان ك??روبار په اړه بې بنسټه تورونه لګېدلي دي۔ د نهې په ورځ نېب عدات ته وړاندې كېدو څخه وروسته ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل زه د نېب او هائی کورټ په شمول د يو ش??ېر عدالتونو مقدمو سره مخ يم۔ پخواني وزيراعظم ووئيل اولس زما په ضد د كېسونو سوبونو څخه خبر دے ولې چې دا هر څه ددوئي وړاندې دي۔ په دې مهال د پخواني وزيراعظم لور مريم نواز ووئيل د عمران خان څخه دې دا پوښتنه وكړې شي چې ده ته د شريف كورنۍ رېفرنسز نتيجو په اړه معلومات څوك وركوي۔ دوهم وزير طل??ل چوهدري و??ئيل پاكستان مسلم ليګ (ن) د سازشونو مقابله كوي۔ ده ووئيل ځينې كسانو دا ګوند په نښه كړې۔ ده ووئيل راروانو ټول ټاكنو كښې به هغوي حكومت جوړوي چاته چې د اولس ملاتړ ترلاسه وي۔ ده ووئيل د پارلمان سپكاوې د اولس سپكاوې دې۔ پارلمان به مضبوط جوړول وي او په دې لړ كښې مونږ خپل كردار ترسره كوؤ