بیجنګ ۔ 04 فروری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمه وزيره مريم اورنګز??ب د چين د كلتور وزارت په بلنه په څلور ورځنۍ دوره چين ته رسېدلې۔ چين ته په رسېدو په هوائي مېدان دوهمې وزيرې ته د چين د كلتور وزير لوسوجانګ هركل?? ووې۔ په دې مهال چین كښې د پاکستان سفیر مسعود خالد په شمول نور اعلی چينائي او پاكستاني چارواكي موجود وو۔ د خپلې دورې په مهال به دوهمه وزيره د چين د كلتور وزير لوسوجانګ ، د انفارمېشن آفس سټېټ کونسل وزیر جیانګ جیانګو او د اېس ??ے پی پی آر اېف ټی دوهم وزير ټانګ ژانګ سره جلا جلا ملاقاتونه كوي او دې كښې به د چين او پاكستان ځانګړې ملګرتيا٬ رابطو ته د لا وده وركولو او د ددې لا مستحكم كولو په اړه د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ دوهمه وزيره به خپل چينائي همڅنګ سره يو لوظنامه هم لاس ليك كوي چې ورسره به دوه اړخيز كلتوري اړيكې لا پراخا كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔