اسلام آباد 21 فروری (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي به د تركمانستان او افغانستان د اولس مشرانو په بلنه د فرورۍ په 22مه او 23مه نېټه د تركمانستان او د افغانستان سركاري دو??ه كوي۔ وزيراعظم به د دو??ې په مهال د تاپي ګاز پائپ لائن پروژې د برېښنا ټرانسمېشن لائنونو او د فائبر آپټكس د بنياد تېګې اې??ودو دستورو كښې ګډون كوي۔وزيراعظم سره به د توان دوهم وزير جام كمال خان هم وي۔د خارجه دفتر لخوا د شورو په ورځ په جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي د بنياد اې??ودو په دستورو كښې به وزيراعظم شاهد خاقان عباسي٬د تركمانستان اولس مشر قربان علي ملكګولوچ بردي محمدوف٬د افغانستان اولس مشر اشرف غني او د هند د خارجه چارو دوهم وزير اېم جے اكبر په شريكه ګډون كوي۔د دستورې وړومبې پړاؤ به په سرهتابت٬تركمانستان كښې كېږي۔وزيراعظم به د خپلې دو??ې په مهال د تركمانستان اولس مشر سره ملاقات كوي۔هغه به د پاكستان پشمول د څلورو واړو هېوادونو د كلتور د مظاهرې او فن پارو د آرټس او كلتور په نندارتون كښې ګډون هم كوي۔د دې نه پس به بله دستوره كېږي چرته به چې وزيراعظم د نورو غړو هېوادونو مشرانو سره يوځاې بيان وركوي۔د دې نه پس به وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د بنياد تېګه اې??ودو دستورې په افغان پړاؤ كښې ګډون لپاره هم په دې ورځ هرات٬افغانستان ته ځي٬هغه به افغان اولس مشر سره هم ملاقات كوي