پیښور 26 فروری (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ په يوه خله قرارداد كښې د سوريه د زرګونو خلقو د وژنې سخته غندنه كړې ده ٬ قرارداد د مسلم ليګ (ن) آمنه سردار وړاندې كړ?? چا چې د وفاقي حكوم?? څخه غوښتنه كړې چې سفارتي اړيكې وكاروي او په سوريه كښې د جنګ بندۍ لپاره ګامونه پورته كړي ځكه چې هلته په زرګونو كسان چې پكښې ماشومان٬ځوانان٬بوډه ګان او مېرمنې شاملې دې د مرګ سره مخ دي كومه چې د جنګي اصولو خلاف ورزي هم ده٬ د قرارداد ملاتړ حكومتي او د مخالفو ګوندونو غړو هم كولو۔صوبائي اسمبلۍ د پي پي غړي سليم خان د قرارداد هم منظوري وركړه په كوم كښې چې هغه غوښتنه كړې چې د چترال صوبائي اسمبلۍ دوه چوكۍ دې بحال كړی شي ځكه چې د الېكشن كمېشن لخوا د يوې چوكۍ اخستو نه وروستو د ولس??ال?? په محرومۍ او پسماندګۍ كښې نور هم زياتې كېدې ??ي٬ چترال د صوبې لويه ضلع ده او د چترال اولس د الېكشن كمېشن د پريكړې څخه خوشحاله نه ??ے ٬دغسې قرارداد په يوه خله منظور كړی شو