اسلام آباد 03 اپرېل (اے پي پي) د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډه په وزيراعظم آفس كښې وشوه۔ غونډه كښې د آډټ او سائټ بورډ 2017 آډټ شوي مالي سټېټمنټ او كلن راپور وړاندې كړې شوې۔ كابينې ??ېل?? بېلو هېوادونو سره د تفاهم په 7 يادښتونو د لاسليك منظوري وركړه چې مقصد ئې اقتصادي او ستراتېژك مرستې ته وده او د يوې منصوبې فزېبلټي سټډي تيارول دي۔ كابيني د پریوېنش آف سمګلنګ آف مائیګرنټ آرډيننس 2018، د بار کونسلو او د بار اېسوسي ایشنونو لپاره د مرستي تخصيص له د سېلنګ او يوټېلټي سټورز كارپورېشن مېنجنګ ډائكټر د ټاكنې هم منظوري وركړه۔ كابنيې د پورټس اېنډ شپنګ ډائرېكټر جنرل ته د پورټ قاسم اتهارټۍ كراچۍ د چيئرمېن د چوكۍ اضافي چارج وركولو د تجويز هم منظوري وركړه۔ کابینې ته توان په څانګه٬ بنيادي انفراسټركچر ٬ صنعتي زون او د ګوادر پشمول ٬ د سي پېك په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ سي پېك له مخې د ??ېل?? بېلو منصوبو تفصيلات بيانولو سره كابينې ته ووئيل شول چې د توان او انفراسټركچر پرمختګ د اقتصادي لارې د وړومبي پړاٶ لوے څانګې دي٬ د سي پېك له مخې د توان ??ېل?? بېلو منصوبو بشپړېدو څخه به 17 زره مېګاٶاټ نه زياته برېښنا په ق??مي ګرد ك??ې شامل شي۔ غونډې ته ووئيل شول چې سي پېك به هېواد او په خاص توګه لرې پرتو او كم پرمختللې سيمو كښې سماجي او اقتصادي پرمختګ باوري كولو كښې ځانګړې مرسته وكړي۔كابينې ته ووئيل شول چې سي پېك به په مجموعي توګه د هېواد په پېداوار كښې اضافه او د معيشت ??ېل?? بېلو څانګې كوټلې جوړولو كښې مرسته وكړي۔ كابينې د ق??مي شناختي كارډ او د سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د ق??مي شناختي كارډ بيعې پحقله هم د سمرۍ منظوري وركړه۔