اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د نامتو فنكار معين ا??تر په تلين هغه ته پېرزوينې وړاندې كړې دي او وئيلي ئې دي چې معين ا??تر يو عظيم او بې مثاله فنكار و كوم چې سنجيده او مزاحيه دواړه كردارونه په ځانګړي انداز كښې وړاندې ك??لو سره د كتونكو زړونه ګټلي دي۔ د اتوار په و??ځ په خپل يو بيان كښې هغې ووئيل چې معين ا??تر په ټوله نړۍ كښې د پاكستان پېژنګلي وه۔ د هغه د وفات په نتيجه كښې جوړه شوې خلا پوره نه شوه۔ دوهمې وزيرې ووئيل چې معين ا??تر نويو فنكارانو لپاره د يوې ادارې حيثيت لري۔ دوهمې وزيرې دعا وكړه چې لوي څښتن دې د ارواښاد درجې لوړې كړي٬ هغه به تل د قو?? په دعاګانو كښې شامل وي۔