اسلام آباد 25 جون (اے پی پی) لن??مه??له وز??راعظم جسټس (ر) ناصر الملك د الیکشن کمېشن د اړخه په انتخابی تیاریو د اطمینان څرګندونې سره وئيلي دي چې آزادې ، سپيځلې او امناكه ټاكنې باوري كول د الیکشن کمېشن بنیادی ذمه واري ده، ??فا??ی او ص??با??ی حکومتونه الیکشن کمېشن له ټولټاكنو لپاره هر ډول مرستې له چمتو دي۔ ده دا خبره د ګل په ورځ په ښه ډول د 2018 ټولټاكنو كولو له انتظاماتو او تياريو په اړه د غونډې مشري كولو سره وكړه۔ وز??راعظم آفس كښې وركړې شوي ریفنګ كښې د كورنيو چارو وزير محمد اعظم خان، د پنجاب وز??راعلیٰ حسن عسکری رضوی، د سندھ وز??راعلیٰ فضل الرحمن، د خېبرپښتونخوا وز??راعلیٰ جسټس (ر) دوست محمد خان، د بلوچستان وز??راعلیٰ علاؤ الدین مری، د وز??راعظم سيكتر سهیل عامر، د الیکشن کمېشن سيكتر بابر یعقوب فتح محمد، د خزانې، داخله او دفاع ډویژنو سيكترانو ، د څلورو واړو صوبو چیف سیکترانو ، آئی جیز او نورو چارواكو ګډون وكړو۔ د الیکشن کمېشن سيكتر د ټولټاكنو په اړه په انتظاماتو تفصیلی بریفنګ وركړو۔ ده د ضابطه اخلاقو تفصیلات هم بيان كړل كوم چې د كانديدانو ، پریذائیډنګ افسرانو او پولنګ عملې ٬ انتخابی فرائض لپاره تعینات قانون نافذ کونكو ادارو، ټول هېواد كښې د ټاكنو مانیټرنګ لپاره ځائې او غیر ملکی میډیا او انتخابی مبصرینو لپاره مرتب کړې شوي دي