اسلام آباد 27 جون (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي په آسټریا او آسټرالیا كښې په لويه شمېره پاكستانيان ځوانان زده كړه كوي٬ په دې لړ كښې دواړو هېوادونو سره مر??تې لا زياتولو ته اړتيا ده۔ اولس مشر دا خبرې د شورو په ورځ اسټريا او اسټراليا لپاره نومولې شوو سفيرانو منصور احمد خان او بابر امين سره خبرو كښې كړې۔ اولس مشر دواړو نومولي شوو سفيرانو ته امر وكړو چې د دواړو هېوادونو سره د تجارتي او كاروباري پلاويو د تږ راتږ پروګرام جوړ كړي او كلتوري مر??تې زياتولو له كار وكړې۔ ده ووېيل اسټريا او اسټراليا مهم هېوادونه دي كومو سره چې پاكستان په ټولو څانګو كښې اړيكې او مر??ته زياتول غواړي۔ اولس مشر دواړو سفيرانو ته امر وكړو چې دواړو هېوادونو كښې د پاكستان مثبت تاثر رامخې ته كولو او هېواد كښې د سېلګرۍ ودې لپاره پ?? زړه پ??رې هڅې وكړې٬ لولس مشر ووئېل د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت زياتولو له هم باي?? نوې موقعې ولټولې شي۔ اولس مشر زياته كړه چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمېنځه پ?? ذاتي توګه او د سوداګرو تنظيمونو ترمېنځه اړيكې لا قوي كړې شي كومو څخه چې دواړه هېوادونه ګټه ??ورته كولې شي۔ اولس مشر ووئيل دواړه نومولي سفيران بايد پاكستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې سرمايه كارۍ لپاره د دواړو هېوادونو سرمايه كار راغب كري۔ اولس مشر ووئېل د پاكستان افرادي قوت اضافې له هڅې وكړې او دواړو هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو خېرښګړې لپاره ګامونه پ??رته كړې۔