اسلام آب??د 14 جولائي (اے پی پی) د قومي ايئر لائن لخوا د حج پروازونه پېل شول ا?? د سركاري سكيم له مخې كامياب ګرځول شوي327 حاجيان د اسلام آب??د څخه د پي كے 7003 پرواز د لارې مدينې منورې ته روان كړے شول۔ د مذهبي چارو د وزارت چارواكو ل?? مخې قومي ايئرلائن د حج پروازونه پېل كړي دي٬ وړومبې پرواز د كراچې د جناح نړيوالې هوائي اډې څخه مدينې منورې ته تللې دے او دوهم پرواز د اسلام آب??د څخه تللې۔ د پرواز نه وړاندې حاجيان د حج مناسك او د سعودي د قوانينو په اړه خبر كړے شول۔ په دې موقع د سعودي د سفارت دوهم هېډ اف مشن حبيب الله بخاري ووئيل چې د سعودي حكومت حاجيانو ل??اره غوره خدمات وركوي او سږ كال به هم د حاجيانو د ښه خدمت كولو هڅه كولې شي۔ ده د پاكستان حاجيانو ته مباركي وركړه۔ په دې موقع د مذهبي چارو د وزارت چاواكي افتاب احمد ووئيل چې د مذهبي چارو وزارت د نور كلونو په شان سږ كال هم حاجيانو ل??اره ښه انتظامات كړي دي۔ ده حاجيانو ته ووئيل چې تاسو د پاكستان سفيران ئې او په سعودي كښې د خپلې ژبې او اخلاقو د لارې ثابته كړئ چې پاكستانې يو ??ه قوم دے۔ د اسلام آب??د په هوائي اډه د حاجيانو روانېدو په موقع حاجيانو د خپل عبادت قبلېدو او د هېواد پرمختګ او خوشحالې لپاره دعاګانې هم وكړې۔