اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي﴾ د تعليم او وظيفه اي تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي چې د صوبو په مشوره به د تعليم په څانګه كښې كار ك??و٬ د پاكستان د آئين له مخې به ماشومانو ته تعليم ورك??و٬ ليك لوستي پاكستان لپاره هر ډول اقدامات كول زمونږ ذمه واري ده۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د تعليم په وزارت كښې د لوړې پاې غونډې مشري كولو په مهال وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل چې ماشومانو ته به په ريښتينې توګه معياري تعليم ورك??و٬ د راتلونكې مياشتې نه به د وزارت د مات??ت ادارو دوره كوم۔ په دې موقع وفاقي وزير ته د وزارت سېكتر د مات??ت ادارو په اړه بريفنګ وركړو او وې وئيل چې د وزارت ماتحت پنځلس ادارې كار كوي۔ په غونډه كښې د ذيلي ادارو مشرانو هم ګډون وكړو۔ په دې موقع وفاقي وزير د كوم تاخير نه بغېر د نېشنل اېجوكېشن پالېسې معرفي كولو اعلان وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل چې د وزارت په ټولو خالي چوكو به په مېرټ بهرتي كولې شي۔