اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دي پاكستان د سوله ايز ګاونډيتوب په پالېسې عمل كوي٬ خبرې اترې د پاكستان او هند د شخړو او ستونزو هوارولو يواځنې لار ده٬ امريكې سره اړيكې په مثبت لوري مخ په وړاندې روانې دي٬ د شكيل ??فريدي په معامله د پاكستان په دريځ كښې هېڅ بدلون نه دې راغلې٬ په قامي ګټه به هېڅ سمجوته اونه كړي شي۔ د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خبريالانو د بېلا بېلو پوښتنو ځوابونه وركولو سره وياند ووئيل ??ارجه وزير شاه محم??د قريشي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې پھ مهال په لوړه كچه د مهمو معاملو په اړه د پاكستان نظر وړاندې كړے۔ وياند ووئيل ??ارجه وزير واضحه كړې چې په قامي ګټه به هېڅ سمجوته ونه كړې شي۔ وياند ووئيل پاكستان د سوله ايز ګاونډيتوب په پالېسې عمل كوي٬ خبرې اترې د پاكستان او هند د شخړو او ستونزو د هواري يواځنې لار ده۔ وياند ووئيل ?? كرتارپور د لارې پرانستلو پرېكړه هغه وخت كېدې شي كله چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه خرې اوشي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل ?? سارك د خارجه وزيرانو غونډې كولو لپاره پاكستان چمتو دے خو هند پكښې خنډ راپېدا كوي۔ وياند ووئيل پاكستان د هند لخوا په كشن ګنګا او د راتلې پشمول د اوبو د متنازعه پروژو معامله په ټولو فورمونو پورته كوي۔ د سرجيكل سټرائيك هندي سرلښكر بيان په اړه وياند ووئيل هيڅ يو ښه پوځ داسې ادعا نه كوي۔د بريفنګ په مهال وياند ووئيل مونږ هند مذاكراتو ته نه راضي كوو٬ د هند لخوا وړومبې خط راغلې ؤ خو مونږ سوله ايزو اړيكو كښې دا هڅه كولې شو۔ په پاكستان كښې د نيولې شوي هندي جاسوس په ا ړه ډاكټر محمد فېصل ووئيل ?? انصاف په نړيوال عدالت كښې به د كلبهوشن ياديو د كېس اورېدنه د فرورې په 18مه نېټه كېږي او دې لپاره د پاكستان تياري مكمل ده ۔ وياند ووئيل ?? سي پېك په اړه وياند ووئيل پاكستان او چين په يوه صفحه دي۔ د افغان طالبانو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل ??ا د ټولو شريكه ذمه واري ده٬ مونږ غواړو چې امريكا طالبان خبرو اترو ته كېښنولو لپاره كردار ترسره كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل ?? صاحبزاده احمد خان كوم چې په برتانيې كښې د پاكستان هائي كمشنر ؤ٬ په ضد كاروائي كولې شي٬ هغه بېرته راغوښتلې شوې۔ وياند ووئيل ?? تېرو دوه اونيو راهسې هند 18 كشميريان شهيدان كړي او هندي ځواكونو په باندي پوره كښې كېمياوي وسلې كارولې ۔ ډاكټر محمد فېصل ووئيل كېمياوي وسلې كارول د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده۔ پاكستان په كشميريانو د هندي ظلم غندنه كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل ?? افغانستان پاكستان اېكشن پلان له مخې اقدامات شوي او د اېكشن پلان راتلونكې غونډه به په اسلام آباد كښې كېږي۔