اسلام آباد ۔ 20 اکتوبر (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي وزيراعظم عمران خان راته د رېلوے غوره جوړولو ټاسك راكړې او هيله ده چې ددې ادارې ګټورې جوړولو كښې به كاميابي ترلاسه كړم۔ مونږ به رېلوے يوه ښه اداره جوړوو ولې چې د ښه رېلوے نه غېر هېواد پرم??تګ كولې نه شي۔ يو نجي ټي وي سره خبرو كښې شېخ رشيد ووئيل وزیراعظم عمران خان يو ايماندار او محنتي انسان دے۔ ده ووئيل د هېواد ځلمي ده سره مينه لري ولې چې هغوي ته م??لومه ده چې وزيراعظم عمران خان د هېواد پرم??تګ او سوكالۍ له شپه او ورځ كار كوي۔ ده ووئيل مونږ له به په ګډه د رېلوے پرم??تګ له كار كول وي۔ ده ووئيل د پاك چين اقتصادي راهدارۍ منصوبې تر ټولو اول زه ملاتړ كوم ولې د رېلوے نه غېر دا منصوبه كاميابېدې نه شي۔ وفاقي وزير ووئيل د بے ن??یر بھټو او مریم نواز هېڅ موازنه كېدې نه شي۔ ده ووئيل دا مهال هېواد اقتصادي ستونزې سره م?? دے او قومي معيشت مستحكم كول به د موجوده حكومت لويه كاميابي وي