اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي چې حکومت د تعلیم په څلورو مهمو څانګو د سك??لونو نه د بهر ماشومانو په داخله٬ د معياري تعليم وركړه ٬ ځوانانو ته د تكنيكي تعليم وركړه او ګرد هېواد كښې يو ډول تعليمي نظام رائج كولو سره په ترجيحي بنيادونو كار كوي۔ وفاقي وزير دا خبرې د نهې په ورځ د المان تنظيم فرېډرېج ناومان فېډرېشن 60 كلنې دستورې ته د خاص ملېمه په توګه خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع ده ووئيل د تعليم وزارت ځوانانو ته تكنيكي تربيه وركولو كښې د المان ه دې مشن كښې شريك دې ۔ وفاقي وزير د دواړو هېوادونو په قوي اړيكو خبرو ا??رو كښې ووئيل چې تعليم ٬ تکنیکي تربیه، ماحولیاتی بدلون او په معاشي څانګه كښې د دواړو هېوادونو ا??تراك مثالي دي۔ ده ووېيل مونږ د المان د تجربو څخه استفاده كول غواړو۔ دستورې ته د وېنا نه پس ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د حكومت په سل ??رځ??ي پلان كښې يو شمېر څيزونه ٬ د بدعنوا??ۍ خاتمه٬ بې وسه كسانو له هاٶسنګ سك??م او د تعليم څانګې په بهترۍ مو كاميابي ترلاسه كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل حكومت د ډېلي وېجز استاذنو د تنخاګانو مهمه مسېئله حل كولو لپاره په سنجيدګۍ سره هڅې كوي