اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د پاكستان علما كونسل تر سيوري لاندې د سيرت رحمت اللعالمين﴿ص﴾ كنفرنس د اسلام آباد په اعلان كښ?? وئيلي شوي دي چې كال 2019م به د انتهاخوښې٬ ترهګرې او د فرقه وارانه تشدد د خ??تمې د كال په توګه لمانځلې شي٬ د افغانستان امن د پاكستان امن دے٬ ?? امريكائي اولس مشر او حكومت لخوا د افغانستان په مسئله د پاكستان دريځ منل د پاكستاني اولس او د پاكستاني ځواكونو لخوا د ترهګرې او انتهاخوښې په ضد د هڅو او قربانيو نتيجه ده٬ د مذهبي آزادې په عنوان ?? امريكې لخوا پاكستان او سعودي په واچ لسټ كښ?? د اچولو غندنه كوو٬ په پاكستان كښ?? مېشته غېر مسلم د پاكستاني آئين له مخې ټول بنيادي حقونه لري٬ سوشل مېډيا د انتشار او افواګانو مخ نيوي لپاره دې د سائبر كرائم قانون وكارول شي۔ د اتوار په ورځ په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښ?? د پاكستان علما كونسل تر سيوري لاندې سيرت رحمت اللعالمين﴿ص﴾ كنفرنس وكړے شو كوم ته چې مركزي چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي٬ پير نقيب الرحمن٬ پير روح الامين٬ مولانا پروفېسر ذاكرالرحمان٬ مولانا عبدالكريم نديم او نورو وېنا وكړه۔ د كنفرنس په پاې كښ?? اعلان اسلام آباد جاري كړے شو په كوم كښ?? چې وئيلي شوي دي چې په پاكستان كښ?? د مذهب په نوم ترهګرې٬ قتل و غارت ګري د اسلام په ضد ده او د ټول مكاتب فكر او د ټولو مذهبونو مشران دې د دې نه د لاتعلقې اعلان وكړي۔ كومه اسلامي فرقه دې كافر ونه ګر??ول شي او ك??م هم مسلمان يا غېر مسلم دې ماورائے عدالت واجب القتل ونه ګر??ول شي۔ د پاكستان د آئين له مخې دې د ټولو مذهبونو او مسلكونو خلق د خپل كلتور او مذهب له مخې ژوند تېر كړي۔ د آذان او د عربې خطبې نه علاوه هدې د لاؤډ سپيكر په استعمال مكمل بندېز ولګول شي۔