اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د كورنيو چارو وزارت ته امر كړے چې د بلاك شناختي كارډ جاري كولو كار دې اسان كړې شي چې دغسې د خېبر پښتونخوا پشمول د ټول هېواد اولس د ستونزو نه خلاص شي ۔ د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د محمد بشير خان د پوښتنې په ځواب كښې دو??م وزير ايوان ته ووئيل د تېرې څه مودې را??سې د جعلي شناختي كارډونو مسئله راروانه ده۔ اوس سسټم اپ ګرېډ كړې شوې۔ د معاملې حل ??ولو كښې وخت لګي۔ د كله نه چې شهريار آفريدي ذمه وارې پغاړه اخيستې نو بهتري راغلې۔ ده ووئېل دا مسئله په يوه ورځ دو?? كښې نه شي حل ??ېدې۔ په دې به وخت لګي۔ د دې معاملې جاج اخستلې شي۔ د فصيح الله د ضمني پوښتنې په ځواب كښې دو??م وزير ??وئيل په كوز دير ??ښې 1459 كارډونه بلاك شوي وو چې پكښې 1426 د پاكستانيانو نه وو او 33 د نه حاضرېدو له امله بلاك شوي وو۔ ده ووئيل شهريار آفريدي سره به په دې معامله خبرې كولې شي۔ سپيكر رولنګ وركړو چې دا يوه مهمه مسئله ده۔ بايد د بلاك شناختي كارډ پرانستلو عمل اسان كړې شي چې دغسې د خلقو ستونزې لرې شي۔