اسلام آباد ۔ 22 جنوری (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پر??ختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئيلي دي په راروانه 5 كلنه منصوبه كښې به پر??ختګ او د كركيلې سېكټر په نوو بنيادونو ودرولو ته خاص پاملرنه كولې شي۔ دا خبره ده د نهې په ورځ د كركيلې سېكټر پر??ختګ په اړه د يوې مشاورتي غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ د خوراك قامي تحفظ وفاقي وزير صاحبزاده محبوب سلطان ٬ د كشم??ر او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډ پور ٬ د وزيراعظم وياند افضل چن، د قامي اسمبلۍ غړي ابراهيم خان او د دواړو وزارتونو مشرانو چارواكو هم غونډه كښې ګډون وكړو۔ خسرو بختيار ووئيل د كركيلې سېكتر پر??ختګ او دا په نوو بنيادونو اودرولو له به د ټولو اړوند?? ډلو سره په مشاورت د لنډې او اوږدې مودې تږلاره جوړولې شي۔ ده ووئيل د كركيلې سېكټر د هېواد په مجموعي پېداوار كښې مهم كردار لري او موجوده حكومت د كركيلې سېكټر پر??ختګ ته خاص پاملرنه كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل په تېر وخت كښې تحقيق ٬ پر??ختګ او د نوي فارمنګ څانګو ته پام نه دے شوې ولې موجوده حكومت د دې څانګو پياوړتيا ??ه د خصوصي وسائلو كارولو پرېكړه كړې ده