کوئټه۔ 05 فروری(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم خان سوري كوئټه كښې افغان قونصل جنرل وحيد الله مومند سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال افغانستان كښې د امن په بحالۍ٬ س??كا??ۍ او پول?? سره په اړوندو چارو خبرې وشوې۔ دوهم سپيكر خپلو خبرو كښې ووئ??ل پاكستان افغانستان كښې امن په ځائې كولو له مهم كردار ترسره كوي۔ افغانستان كښې كه امن او خوشحالي وي نو ??واړه هېوادونه به پرمختګ وكړي او دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده چې دوئي يو ځائې ناست?? سره مسئلې د خبرو د لارې حل كړي۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان چې د افغان پالېسۍ په اړه كومه خبره 20 كال وړاندې كوله نن د امريكا په ډول طاقتور قوت هم په دغه پالېسۍ روان دے۔ ده ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې د امريكا او طالبانو ??رمينځھ مذاكرات روان دي۔ ده ووئيل منطقه كښې به امن ضرور راځي اود پاكستان او افغانستان چې يو بل څخه كومې ګيلې دي ددې لرې كولو له يو ځائې ناسته ضروري ده۔په دې مهال خپلو خبرو كښې افغان قونصل جنرل وحید اللہ مومند ووئيل مونږ يو بل سره په مذهبي ٬ كلتوري او معاشرتي توګه تړلې يو۔ دا ??نطقه بلها معدنيات لري ځكه په دې د نړۍ لوئې طاقتونه يو بل سره جنګیږي۔ ده ووئيل افغان حکومت د ملي مشر اشرف غنی په مشرۍ كښې هېواد كښې امن ته خاص پاملرنه كوي او د افغانستان هم دا خوښه ده چې ګاونډي هېوادونو ??ره ښې اړيكې وي۔ ده ووئيل د پاكستان نوي حكومت څخه هيله لرو چې هغه به هم ګاونډي هېوادونو ??ره ښه اړيكې وساتي