اسلام آباد ۔ 16 فروری (اے پی پی) د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئيلي دي حكومت به د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف د ضمانت په ضد پټيشن جمع كوي۔ يو نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل د پاكستان مسلم ليګ نون مشرتابه ټول عمري د دوئي په حق كښې راغليو پرېكړو ته هركلې وئيلې او پخوا ئې په عدليه او معززو ججانو ټكونه كړي دي?? ده ووئيل د ضمانت ترلاسه كولو باوجود په شهباز شريف د كرپشن تورونه دي د كومو چې پلټنې روانې دي?? ده ووئيل وزيراعظم د نون ليګ د مشرتابه د 30 كلونو احتساب غواړي۔ ولې چې د دوئي په دور كښې زيات كرپشن شوې دې?? ده ووئيل د نواز شریف او شهباز شریف په ضد ټولې مقدمې د پاكستان پيپلز ګوند په تېر دور كښې درج كړې شوي دي?? د سعودي ولي عهد پاكستان دورې په اړه ده ووئيل دا به ډېره ګټه وره او تاريخي دوره وي?? ده ووئيل د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځھ د ورورولۍ پخوانۍ ښې اړيكې دي?? د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان امن خوښوونكې هېواد دے كوم چې د هن?? بې بنسټه تورونه رد كوي?? ده ووئيل زمونږ خارجه دفتر وړاندې په بې بنسټه هن??ي تورونو خپل سخت غبرګون ښودلې دې۔