اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي چې اتحاد التنظيم المدارس د مدرسو زده كوٶنكو د مډل٬ مېټرك او انټ??مې??يټ امتحانونه د وفاقي تعليمي بورد نورو زده كوٶنكو سره وركولو لپاره راضي ??وې دي٬ د مدرسو رجسټرېشن لپاره دولس مركزونو جوړولو او مدرسې په قامي چوكاټ كښې شاملولو لپاره وفاقي كابينې درې كلن پروګرام لپاره د 2 اربه روپو د بجټ اصولي منظوري وركړې ده۔ د شورو په ورځ پي آئي ډي كښې د خبري كنفرنس په مهال ووئيل د اوږد مشاورت او د بېلا بېلو غونډو نه پس د مدرسو رجسټرېشن او د زده كوٶنكو نصاب او د امتحان تګلارې لپاره پرېكړه شوې كومې لپاره چې زه په مشاورت كښې شريك د ټولو علمائے كرامو مننه كوم۔د اګست په 29مه نيټه غونډه كښې علمائے كرام دې خبرې ته سلا شوي دي چې د مدرسو زده كوٶنكي هم مډل٬ ميټرك او انټ??مې??يټ امتحانونه به د رائج قامي نصاب له مخې د سكول زده كوٶنكو سره وركوي دوي ته به هم دغسې سندونه او ډګرۍ جاري كولې شي۔ ده ووئيل دا مهمه برېك تهرو ده٬ دې سره به د مدرسې ماشومانو ته د ژوند په ??ېلا بېلو څانګو كښې د شاملېدو موقع په لاس ورشي او كوم زده كوونكي چې ديني تعليم روان ساتل غواړي او ھغوي د درس نظامي له مخې خپله زده كړه روانه ساتلې شي او دوي سند به د اېچ اي سي د طريقه كار له مخې مساوي ګرځولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د هېواد نه بهر د پاكستاني ډاكټرانو د ډګرو په ??ړه په ??امخې ته شوې مسئلې اېچ اي سي او پي اېم ډي سي كار كوي٬ د ډاكټرانو دا مسئله د اېم بي بي اېس د سند نه ده بلكې دا د اېم بي بي اېس نه پس د ډګرو ده او په ??ې كار روان دې