اسلام آباد ۔ 25 نومبر (اے پی پی) اولس م??ر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي هندي فسطائي حكومت مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو پرله پسې سختې خلاف ورزۍ كوي۔ د كشمير خصوصي اهميت ختم كړې شوې او 113 ورځو څخه سخته كرفيو نافذ كولو سره د وګړو حقونه له منځه وړلې شوې دي۔ دهند اصل مقصد د كشمير جغرافيائي حېثيت بدلول دي۔ هند د ملګرو ملتونو د يو شمېر قراردادونو او د بشري حقونو وضعه كړې شويو اصولو څخه سرغړونه كوي۔ ایوان صدر څخه د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د دې خيالاتو څرګندونه اولس م??ر د قطر امری ګارډ کمانډر سټاف مېجر جنرل حزہ بن خلیل بن منصور الشهوانی س??ه خبرو كښې وكړه چا چې خپل پلاوي سره ايوان صدر كښې اولس م??ر سره ملاقات وكړو۔ ده ووئيل د هندي جنتا ګوند (بي جے پي) په مش??ۍ كښې هندي حكومت هند كښې ټولو اقليتونو سره د دښمنۍ رويه خپله كړې ده۔ ده ووئيل په دې لړ كښې د نړيوالې ورورولۍ ذمه وا??ي ده چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې حل له په هند فشار واچوي۔ اولس م??ر په قطر زور راوړو چې مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو نړۍ ته په ډاګه كولو كښې د پاكستان د هڅو ملاتړ وكړي او ددې ستونزې هواري كښې خپل كردار ترسره كړي۔ اولس م??ر د پاکستان او قطر دفاعي ځواكونو ترمينځھ د مستقلو رابطو ستائنه وكړه۔ اولس م??ر په كال 2016ء كښې د 57.74 ملین ډالر مالیت 8 سپر مشاک الوتكو په لوظنامه لاس ليك هم وستائلو او باور ئې وركړو چې د لوظنامې ترمخه به اضافی مرمت او د تربیتی مرستې سره سره د 14 تربیت کار هوابازانو 23 ټېکنیشنز وركول هم باوري كولې ش??۔ په دې مهال د قطر كمانډر ووئيل قطر په هره كچه د پاكستان ملاتړ مذهبي فرض ګڼي۔ کمانډر اولس م??ر ته توره د ډالھ په توګه وړاندې كړه