اسلام آباد 13 دسمبر(اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پارلمان د قوي او فعاله پاكستان لپاره ?? ملا د تير حېثيت لري٬ پارلمان عام وګړي غږ د??۔ اولس مشر دا خبرې د شپږم قامي پارليمنټرين ډوېلپمنټ كورس ګډون كوونكو سره په خپلو خبرو كښې كړې چا چې د زيارت په ورځ په ايوان صدر كښې هغه سره ملاقات كولو۔ اولس مشر د پاكستان انسټي ټيوټ فار پارليمنټرين سروسز د معياري تربيې كردار وستائېلو او په دې خبره ??ې زور راوړو چې زمونږ مشرانو پاكستان لپاره ?? يو جمهوري هېواد تصور وړاندې كړے ۔ د پاكست??ن آئين د اولس مشر ٬سېنېټ٬قامي اسمبلي او صوبائي اسمبلو ??ردار متعين كړے۔ ده ووئيل د پارلمان غړي بېلا بېل پس منظر لري او دا تنوع زمونږ د جمهوريت ښكلا او مضبوطيا څرګندوي۔ اولس مشر هيله څرګنده كړه چې په كورس كښې ګډون كوونكي دې ترلاسه شوې پوهې د پارليمان كاروائي په ښه ډول چلولو او د پارلمان د غړو معاونت ل??اره ??وكاروي۔ د پاكستان انسټي ټيوټ فار پارليمنټري سروسز پارلمان غړو ته د قانون سازۍ٬تحقيق او د كار استعداد زياتوالي لپاره ??ربيه وركوي۔ دغسې اړوند سېكرټرېټس كښې كار كوونكو ملازمانو د كار استعداد زياتوالي خذمات هم ترسره كوي چې هغوي مهمو څانګو كښې د څارنې٬قانون سازۍ٬نمائندګې او پالېسي ګائيډنس په اړه د ښې كاركردګۍ لپاره ?? پارلماني غړو معاونت وكړي