ډیووس ۔ 24 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم ع??را?? خان سره د ورلډ اكنامك فورم 2020ء غونډې په م??ال د دوغان هولډنګز چیئرپرسن دوغان فرالیالینے ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د وزيراعظم خصوصي مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخ??ري ٬ د سرمايه كارۍ عمومي سفير علي جهانګير صد??قي او ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې خليل هاشمي هم موجود وو۔ وزیراعظم ع??را?? ووئيل د پاكستان معیشت سرمايه كارو ته په زړه پور موقعې وركوي۔ ده ووئيل حكومت د سرمايه كارۍ آسانۍ له د اصلاحاتو په ايجنډا عمل كوي او د پاكستان حكومت به د كوم هم كاروبار لپاره هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ وزیراعظم زياته كړه چې پاكستان بلها قدرتي پنګې لري چرته چې د سرمايه كارۍ پراخا موقعې موجود دي۔ ده دوغان هولډنګز ته پاکستان كښې د توان او سېلګرۍ په څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔ د دوغان ھولډنګز چیئرپرسن مس دوغان فرالیالی پاکستان كښې د اصلاحات ايجنډې ستائنه وكړه او د پاكستان په بېلو صلاحيت لرونكو څانګو كښې سرمايه ك??ري كولو كښې ئې خپله خوښي ښكاره كړه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دوغان ھولډنګز د تركيه په لويو كمپنيو كښې شمېرلې شي كومه چې توان ٬ ميډيا ٬ صنعت ٬ تجارت ٬ انشورنس او د سېلګرۍ څانګو كښې كار كوي