اسلام آباد 18 فروری (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې د پیټرول٬ډيزل او ګاز په بيعو كښې تر ممكنه حده د كمي راوستلو په غرض دې٬زر تر زره جامع روډ مېپ ??يا?? كړې شي٬زمونږ ب??يادي مقصد اولس او په خاص توګه د كم آمدن خلكو ته تر ممكنه حده رېليف وركول دي٬حكومت احساس لري چې د كم آمدن خلك او تنخا اخستونكي طبقه ستونزو سره مخ ده٬حكومت هر ډول ممكنه هڅې كوي چې د برېښنا او ګاز بيعو په لړ كښې چې څومره ممكنه وي٬دې طبقو ته رېليف وركړی شي۔ده دا خبرې د پیټرول او ګاز په بيعو كښې د كمي په اړه د لوړې پاې غونډې ته د وېنا كولو په مهال وك??ې۔پھ غونډه كښې د توان وزير عمر ايوب٬د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر٬د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د وزيراعظم خاص مرستيالانو نديم بابر٬شهزاد قاسم٬ډاكټر فردوس عاشق اعوان٬د پېټروليم سېكتر ميا اسد حيا الدين٬د اېف بي آر لنډ مهاله چيئرمېن او اعلٰی چارواكو ګډون وك??و۔د وزيراعظم د پیټروليم خاص مرستيال نديم بابر وزيراعظم ته پھ هېواد كښې د پیټرول٬ډيز او د ګاز بيعو د ټاكنې طريقه كار٬نړيوالو عواملو٬د ګاز په څانګه كښې د تېر وخت د واكمنو لخوا د شويو لوظ نامو او پھ بيعو كښې استحكام او تر ممكنه حده د كمي راوستلو په اړه تفصيلي بريفنګ او تجويزونه وركړل۔د برېښنا او ګاز په بيعو كښې د استحكام او ترممكنه حده د كمي په اړه دا دوهمه غوڼډه وه۔د دې څخه وړاندې تېره اونۍ هم د وزيراعظم پھ مشرۍ كښې په دې لړ كښې غونډه شوې وه چې پكښې عام وګړي ته په رېليف وركولو تفصيلي خبرې شوې وې او په بېلا بېلو تجويزونو غور شوې وو۔غونډې ته پھ خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئي?? چې د پیټرول٬ډيزل او ګاز په بيعو كښې تر ممكنه حده د كمي راوستلو په غرض دې٬زر تر زره جامع روډ مېپ ??يا?? كړې شي٬زمونږ ب??يادي مقصد اولس او په خاص توګه د كم آمدن خلكو ته تر ممكنه حده رېليف وركول دي٬حكومت احساس لري چې د كم آمدن خلك او تنخا اخستونكي طبقه ستونزو سره مخ ده٬حكومت هر ډول ممكنه هڅې كوي چې د برېښنا او ګاز بيعو په لړ كښې چې څومره ممكنه وي٬دې طبقو ته رېليف وركړی شي۔د تېر وخت د واكمنو لخوا پھ غېر منطقي توګه د اوږدې مودې لوظ نامو او د دې په نتيجه كښې پھ اولس د بو?? ذكر كولو سره وزيراعظم ووئي?? چې سره د دې ټولو عواملو حكومت د اولس په ستونزو خاموش نه شي پاتې كېدې۔ده ووئي?? چې اولس ته رېليف وركولو لپاره به په هره يوه چاره غوركولې شي۔وزيراعظم د پیټروليم خاص مرستيال ته هدايت وك??و چې هغه دې د پیټرول٬ډيزل او ګاز په بيعه كښې تر ممكنه حده د كمي په غرض زر تر زره جامع روډ مېپ ??يا?? كړي او په دې لړ كښې دې تجويزونه وړاندې كړی شي چې دغسې عملې كړې