اسلام آباد ۔ 22 مارچ (اے پی پی) د تېرو 24 ساعتونو په مهال پاكستان كښې د كورونا وائرس كېسونو كښې زياتوالې شوې دې۔ د روغتيا قومي ادارې لخوا د جاري كړې شوي ر??پور له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال هېواد كښې د كورونا 185 نوې كېسونه رامخې ته شوي دي او هېواد كښې د كورونا وائرس رنځورانو شمېره 646 ته رسېدلې ده۔ 638 رنځوران د هېواد په بېلو روغتونونو كښې درملنو له بستر دي۔ د راپور له مخې 5 كسان د كورونا وائرس رنځ څخه صحت ياب كېدو سره خپلو كورونو ته تلي دي۔ د تفصيلاتو له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال سندھ كښې د كورونا وائرس 22 نوې كېسونو راپور كېدو سره ?? رنځورانو شمېره 292 او بلوچستان كښې 104 ته رسېدلې ده۔ پنجاب كښې كورونا وائرس څخه 152 ځپلې كسان درملنو له بستر دي۔ دغسې خېبر پختونخواہ كښې د کرونا وائرس 29 ، ګلګت بلتستان كښې د 55 او اسلام آباد كښې د کورونا وائرس د 9 رنځورانو درملنې روانې دي۔ د راپور له مخې په تېرو 24 ساعتونو كښې د هېواد په داخلي لارو د 14 زره 439 وګړو سكريننګ وكړې شو او په داخلي لارو د سكريننګ په مهال د كورونا 202 كېسونه راپور شوي دي