اسلام آباد ۔ 23 مارچ (اے پی پی) د قومي اسبملۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي د تعمير ٬ پرمختګ او سوكالۍ په لاره روانولو له به هېواد پېښو سختو چېلنجونو څخه ويستل وي۔ ټول قام له به يوه تګلاره وضعه كول وي۔ هېواد چې دا مهال كومې نړيوالې وباﺀ خپله ولقه كښې اخستې دې ددې مقابلې له د 23 مارچ 1940 په ډول جذبې او هڅو ته اړتيا ده۔ 23 مارچ 2020 به مونږ د كورونا وائرس په ضد د جنګ په توګه لمانځؤ۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان ورځې په موقعه خپل خاص پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل نن د عزم د پخلي ورځ ده۔ هېواد كښې يوه نړيواله وباﺀ خپره شوې ده په دې قابو موندلو له قامي يو والي ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د پاك فضائيه ونګ کمانډر نعمان اکرم ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوو چا چې د پاكستان ورځې پرېډ دستورې په لړ كښې د ريهرسل په مهال شهر?? وداني بچ كولو سره د خپل ژوند قرباني وركړه كومه به چې ټول عمر?? ياده ساتلې شي۔ خپل پېغام كښې د كشمير ذكر كولو سره ده ووئيل د هند دلاسه كشميرې اولس د زيات ناوړه ژوند په تېرول?? مجبور دې۔ كشمير كښې د لاك ډاؤن دلاسه ټوله وادي بنيادي ??سا??يو څخه محرومه ده او كورونا وائرس كښې اخته وګړي د درملنې ??سا??ۍ نه لري۔ ده ووئيل كشميرې اولس د درملنې حق څخه محرومه ساتل د بشري اصولو په ضد كار دے۔ ده ووئيل كشميري اولس ته د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې آزادي وركول د نړيوالې ورورولۍ ذمه واري ده۔ په دې مهال دوهم سپيكر قاسم خان سوري ووئيل 23 مارچ مونږ ته د هغې تحريك ياد راكوي د كوم په نتيجه كښې چې نن مونږ په آزاده فضا كښې ساه اخلو۔ ده ووئيل كورونا وائرس ته مونږ يو موټې كېدو او قامي يو والي سره ماتې وركولې شؤ۔ ده دې وباﺀ څخه بچ كېدو له د ګډې تګلارې وضعه كولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل په دې وبا قابو موندلو له به ټولې سياسي مشرتابه له يو كېدل وي۔ ده ووئيل پاكستان بشپړه لاك ډاؤن زغملې نه شي۔ ده د دې باور څرګندونه وكړه چې د وزيراعظم عمران خان په م??رۍ كښې به مونږ ټول قامي جذبې سره دې نړيوالې وباﺀ ته ماتې وركولو كښې كامياب شؤ۔