اسلام آباد ۔ 19 مئی (اے پی پی) پاکستان مقبوضه جموں و کشمیر كښې د نوي ډوميسائل قانون د لا??ې د كشمير او??س خپلو حقونو څخه محرومولو لپاره د هندي حكومت هڅې په سختۍ سره غندلې دي او دا ئې وئيلي دي ”جموں و کشمیر ګرانټ آف ډومیسائل سرټیفکېټ (ضابطه اخلاق)، 2020” غیر قانونی، د سلامتی کونسل قراردادونو ، د جنېوا كنونشن په شمول د نړيوال قانون ا?? د ??اكستان او هند ترمينځه د لوظنامو خلاف ورزي ده۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياندې له مخې د ډومیسائل قانون مقصد د مقبوضه كشمير د ودانۍ ډھانچه بدلول ا?? د ??لګرو ملتون?? د ??راردادونو له مخې کشمیرے اولس د خپلواكۍ حق نه محرومول دي۔ وياندې ووئيل دې ډول ګامونو سره نه خ?? د ??لګرو ملتونو او نړيوالې ورورولۍ لخوا د جموں وكشمير منلې شوے متنازعه حېثيت بدلېدې شي او نه هند كشميري اولس څخه د هغوي د خپلواكۍ جائز حق په زور اخستې شي۔ وياندې ووئيل د مقبوضه كشمير اولس دې نه وړاندې هم د هند غېر قانوني ګامونه او نوي ډومیسائل قانون رد كړے ۔ كشميرے اولس به د هندوتوا ايجنډا كله هم تسليم نه كړي۔ وياندې ووئيل هند به د مقبوضه جموں وكشمير اولس محكوم ساتلو يا د رياستي ترهګرۍ د لا??ې د دوي حوصلو ماتولو لپاره پخپلو منصوبو كښې چرته هم كامياب نه شي۔ ملګري ملتونه او نړيواله ورورولي دې د هند لخوا مقبوضه كشمير كښې د آبادۍ تناسب او پېژندګلو كښې بدلون څخه منع كولو له په سمدستي توګه ګام پورته كړي او هند دې نړيوال قانون پرله پسې خلاف ورزي كوؤنكے هېواد وګرځوي۔ وياندې ووئيل پاكستان به د ملګرو ملتون?? د ??راردادونو له مخې د خپلواكۍ جائز حق تر ترلاسه كېدو له د كشميري اولس ستونزې په نړيواله كچې رامخې ته كوي۔