اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره د داؤدي بوهره ټولنې پلاوي د نائب صدر فې??ي حكيمي او د مستنصر اېچ پونا والا په مشرې كښې د زيارت ??ه ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې ملاقات وكړو۔ پلاوي وزيراعظم ته د چوكۍ په سنبالولو مباركي وركولو سره د بوهره ټولنې لارښود سيدنا مفضل ??ېف الدين لخوا نېكې هيلې ورسولې۔ وزيراعظم د بوهره ټولنې په خاص توګه د سماجي ښېګړې او اقتصاد په چارو كښې خدمات ستائيلو سره پلاوي ته باور وركړو چې حكومت به د بوهره ټولنې د هغوي د انساني همدردۍ په خدماتو او سماجي كارونو كښې هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ وزيراعظم هم سيدنا مفضل ??ېف الدين لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او وې وئيل چې هغه د ده د پاكستان د دورې په انتظار دے۔ په پلاوي كښې جذير بھاؤ صاحب٬ كومېټ يونس٬ منصور اجمېر والا٬ ذوالفقار آدم او حسېن كومېل شامل و??۔