اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي حکومت هېواد كښې د ټولو جم??وری ادارو احترام کوي، بلدیاتی ادارې د هېواد پرمختګ كښې مهم کردار ترسره كوي، شراکتی جم??وریت د جم??وری استحکام ضمانت دے٬ کراچۍ يو امناكه ښار جوړول زمونږ هدف دے ۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د اېم کیو اېم پاکستان پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د ډاکټر محمد فاروق ستار په مشرۍ كښې د وزیراعظم سره په و??یر?? اعظم آفس كښې ليدل۔ د وزیراعظم آفس لخوا جاري شوې بيان له مخې د ملاقات په مهال کراچۍ او حیدرآباد په اړه د و??یر??اعظم د پرمختيائي پیکیج جاج واخستې شو او پريكړه وشوه چې فنډز جارې كول به باورې كولې شي او په دغې پروژو به په سمدستي توګه كار پيل كولې شي۔ د ملاقات په مهال پريكړه وشوه چې و??یر?? اعظم به نومبر میاشت كښې د حیدر آباد پوهنتون د بنیاد تيګه هم ږدي۔ د اېم کیو اېم پاکستان پلاوي د اېم سی په اړه د سندھ حکومت د اړخه په مرسته نه كولو ګيله وكړه چې له امله ئې د کراچۍ میونسپل کارپورېشن کارکردګي ځپلې كېږي۔ و??یر??اعظم ووئيل حکومت هېواد كښې د ټاكلو جم??وری ادارو احترام کوي۔ بلدیاتی ادارې د هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي كومو ته به چې د صوبائی حکومت پام راګرځولې شي ځكه چې شراکتی جم??وریت د جم??وری استحکام ضمانت دے۔ په دې مهال کراچۍ كښې امن په ځائې ساتلو ته هم سلا راغله۔ و??یر??اعظم ووئيل حکومت د کراچی پرمختګ لپاره ریکارډ پیکیج منظور کړې او د پخوانې و??یر??اعظم محمد نواز شریف ټول لوظونه به ترسره كولې شي۔ ده ووئيل کراچۍ د پاکستان اقتصادی پايه تخت دے او د كراچۍ امن او سوكالي زمونږ شريك هدف دے۔ په غونډه كښې دې خبرې ته سلا راغله چې پاکستان كښې به جم??وریت قوي كولو له ټولو جم??وری قواؤ له پھ ګډه كار كول وي۔ ده ووئيل د ټولو مسئلو حل آئین، قانون او د پارلمان سرلوړۍ كښې دے او دې لړ كښې به د پارلمان د آئینی مودې احترام كولې شي۔ و??یر?? اعظم د كورنيو چارو وزير ته سپارښتنه وكړه چې د مقدمو په اړھ د اېم کیو اېم پاکستان د ګيلو جاج واخلي او د انصاف تقاضې باورې كړي۔ پلاوي كښې عامر خان، کنور نوید، وسیم اختر او کامران ټېسوری شامل ؤ۔ د كورنيو چارو وزير احسن اقبال، د ريلوے و??یر?? خواجه سعد رفیق، د سندھ ګورنر محمد زبیر، سناتور سلیم ضیاء، مفتاح اسماعیل او نور هم په دې مهال موجود ؤ۔